ذبیحالله مجاهد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات د سولې او اوربند پر توافقنامه پای ته ورسېدل

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ په قطر کې خبرې د یوې دوه اړخیزې توافقنامې په لاسلیکولو سره پای ته رسېدلې دي.
نوموړي په خپل اکس اکاونټ کې لیکلي، چې دغه توافق د قطر او ترکيې په منځګړيتوب ترلاسه شوی او اسلامي امارت د دواړو هېوادونو له هڅو مننه کوي.
مجاهد زیاته کړې، چې د توافقنامې له مخې دواړه هېوادونه د سولې، یو بل ته د درناوي او د ښې ګاونډیتوب اړیکو ته ژمن دي. دواړه لوري به د اختلافونو د حل لپاره د دیالوګ لاره خپلوي او پر یو بشپړ او معنادار اوربند یې هوکړه کړې ده.
د هغه په وینا، دواړه هېوادونه به یو د بل پر وړاندې د دښمنۍ هېڅ عمل نه ترسره کوي او نه به د هغو ډلو ملاتړ کوي چې د پاکستان حکومت پر ضد بریدونه کوي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې د توافقنامې د پلي کېدو او څار لپاره به د منځګړو هېوادونو په وساطت یو ګډ میکانېزم جوړېږي.



