حماس د امریکا د بهرنيو چارو وزارت څرګندونې رد کړې؛ وايي واشنګټن د اسرائیل د دروغجنو تبلیغاتو ملاتړ کوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې رد کړې دي چې په کې ویل شوي، دغه غورځنګ ښايي د اسرائیل سره د اوربند تړون ژر نقض کړي. حماس دا څرګندونې «بې‌اساس» بللې او ویلي یې دي چې دا د اسرائیلي پروپاګند دی چې امريکا يې ملاتړ کوي.
حماس په خپل رسمي بیان کې ویلي، د امریکا دا دریځ د اسرائیل له دروغجنو تبلیغاتو سره بشپړ همغږی دی او اشغالګر رژیم ته د خپلو «منظمو جنایاتو او بریدونو» د دوام لپاره پوښښ برابروي. د دغه غورځنګ په وینا، د تاوتریخوالي او ګډوډیو تر شا خپله د اسرائیلو لاس دی، چې د فلسطینیانو پر ضد یې د «وسلوالو غلو ډلو» ملاتړ او تمویل کړی دی.
دغه راز حماس له امریکایي ادارې غوښتي چې د اسرائیل د پروپاګند د تکرار پر ځای دې د اوربند د دوام د نقض مخه ونیسي، او هغه ډلو ته د پناه ورکولو مخه دې ونیسي چې د اشغالګر پوځ تر واک لاندې سیمو کې د فلسطیني ملکي وګړو پر ضد جرمونه ترسره کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button