غازي حمد: زموږ وسلې قانوني او ملي دي، یوازې د اشغال پر وړاندې کارول کېږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي “غازي حمد” ویلي، چې د دوی وسلې «قانوني او ملي» دي او یوازې د اشغال پر وړاندې ترې استفاده کیږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د حماس وسله‌وال ځواکونه د فلسطین د ملت د دفاع لپاره رامنځته شوي او د دوی مبارزه د آزادۍ او خپلواکۍ ترلاسه کولو د مشروع حق لپاره پیل شوې ده.

حمد زیاته کړې، چې د حماس ټول وسایل او ځواکونه د اشغال د پای ته رسېدو لپاره کار کوي، نه د داخلي شخړو لپاره.

هغه ویلي، د اشغال پر وړاندې وسله‌وال مقاومت نه یوازې ملي مسؤلیت دی، بلکې د نړیوالو قوانینو له مخې هم د دفاع حق ګڼل کېږي.

حماس تر دې مخکې هم ویلي وو، چې تر هغه به وسلې نه ږدي څو د فلسطین بشپړ آزادۍ ته نه وي رسېدلي.

مربوطه مطالب

Back to top button