کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۴ل)
د فرانس د پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي د بند حکم عملي شو، او هغه نن د پاریس «لاسانټې» زندان ته ولېږدول شو.
د فرانس د خبري اژانس اې اېف پي د راپور له مخې، سرکوزي چې له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۲ کال پورې د فرانس ولسمشر و، د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي څخه د ۲۰۰۷ د انتخاباتي کمپاین لپاره د ناقانونه مالي مرستو اخیستو په تور په پنځو کلونو بند محکوم شوی دی.
اویا کلن سرکوزي دغه پرېکړه «ناانصافي» بللې او اپیل يې پرې کړی دی.
د راپورونو له مخې، هغه به په نهه متره مربع کوټه کې په قیدِتنهايۍ کې وساتل شي، او له نورو بندیانو سره به تماس نه لري. د زندان چارواکي وایي، سرکوزي ته به هره ورځ یو ځل د هواخوري اجازه ورکول کېږي، خو یوازې به وي او له رسنیو به لیرې ساتل کېږي.
د سرکوزي وکیلان تمه لري چې د هغه د بندي کېدو له پيل سره سم به د خوشې کېدو غوښتنه وړاندې کړي.


















