کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۴ل)
په صهیونیستي اهدافو د بریدونو د مخکښ یمني قوماندان “شهید محمد عبدالکریم الغماري” جسد پرون جمعه په پلازمېنه صنعاء ښار کې د زرګونو خلکو په ګډون کې خاورو ته وسپارل شو.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو د ستاد پخوانی مشر الغماري د انصارالله غورځنګ له مخکښو پوځي څېرو څخه و، چې د راپورونو له مخې په وروستیو هوایي بریدونو کې ټپي او وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.
د هغه جنازه پرون د جمعې تر لمانځه وروسته د صنعاء په السبعین میدان کې د لوی ولسي حضور او د انصارالله د مشرانو په ګډون ترسره شوه.
ګډونوالو د شهید الغماري قربانۍ وستایلې او هغه یې د یمن د ازادۍ او د فلسطین د ملاتړ یو ستر سمبول وباله.
سرچینې وایي، الغماري په تېرو کلونو کې د یمن له خاورې د صهیونیستي اهدافو پر ضد د بریدونو طرحه او همغږۍ کې مهم رول لوبولی و.
د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر عبدالملک الحوثي په خپله تلویزیوني وینا کې د الغماري شهادت «د امت د آزادۍ لارې کې ستره قرباني» بللی او ټینګار یې کړی ،چې د هغه وینه به د صهیونیستي دښمن پر ضد د لا سختو بریدونو الهام شي.


















