د ترکیې خبرداری: د سولې تړون د ماتېدو په صورت کې به د فلسطین په نوم لویه جګړه پیل شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۴ل)

‏د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر “هاکان فیدان” ویلي، که اسرائیلو د ټرمپ تر مشرۍ لاندې د سولې تړون مات کړ، نو دا به د منځني ختیځ لپاره خورا خطرناک وي او د فلسطین په نوم به یوه لویه جګړه پیل شي.

نوموړي ویلي، دغه تړون د سیمې د ثبات لپاره مهم ګام و؛ خو که اشغالګر د خپلو ژمنو څخه سرغړونه وکړي، د ترکیې په ګډون به ګڼ اسلامي هېوادونه د فلسطین د ملت ملاتړ ته راپورته شي.

فیدان زیاته کړه، چې انقره به هېڅکله اجازه ور نه کړي، چې څوک د فلسطیني ولس حقونه له منځه یوسي او د سولې هر ډول تړون باید د فلسطینیانو د مشروع غوښتنو پر بنسټ وي.

مربوطه مطالب

Back to top button