دفاع وزارت: په ۲۱۵ عزم قول اردو کې ۵۰ هاموې ټانګونه بیا ترمیم او استفادې لپاره چمتو شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د حمايه کنډک ورکشاپ کې د تخنیکي او مسلکي پرسونل له لوري ۵۰ هاموې ټانګونه ترمیم او بیا د استفادې لپاره چمتو کړل شول.
دفاع وزارت زیاته کړې چې دغه ترمیم شوی وسایط د اردو د عملیاتو په چارو کې به د ملاتړ لپاره وکارول شي او د هېواد د دفاعي وړتیا د زیاتولو برخه ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په یاد ورکشاپ کې سلګونه نور پوځي وسایط ترمیم او د ملي اردو د اړتیاوو لپاره چمتو شوي دي، څو د افغانستان د دفاعي چارو فعالیتونه په ښه ډول پرمخ ولاړ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button