اروزګان کې د ۲۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲۵ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۴ل)

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې په اروزګان ولایت کې د ۲۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲۵ پراختیايي پروژې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې دي.

یادې پروژې د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې تطبیق شوې دي، چې پکې د کلیوالي سړکونو جوړول او جغل اچول، د اوبو لګولو کانالونو جوړول او پاکول، د پلچکونو، استنادي او ګبیوني دېوالونو جوړول شامل دي.

د مسوولينو په وینا، د دغو پروژو د پلي کېدو په ترڅ کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او له بشپړېدو سره يې د سیمې خلکو ته ګڼې آسانتیاوې برابرې شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button