غزه کې حماس مخالفې ډلې له منځه وړل شوي دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۴۰۴ل)

عبرې رسنیو راپور ورکړی، چې هغه ملیشه ډلې، چې د تل‌ابیب له خوا د حماس پر ضد د مرستندوی ځواک په توګه جوړې شوې وې، اوس په بشپړه توګه له منځه وړل شوې دي.

راپور زیاتوي، چې دا ډلې چې د صهیونیستي رژیم د استخباراتي ادارو تر ملاتړ لاندې یې فعالیت کاوه، هڅه یې کوله د غزې په ځینو سیمو کې د حماس پر ضد بغاوت رامنځته کړي؛خو د حماس د قوي امنیتي او پوځي جوړښت له امله یې ټولې هڅې شنډې شوې.

سرچینې وايي، د دغو ملیشو ډېری مشران یا وژل شوي، یا نیول شوي او یا له سیمې تښتېدلي دي.

د راپور له مخې، دا ډلې اوس “منحل شوې” بلل کېږي او د هغوی فعالیت په بشپړه توګه درول شوی دی.

د راپور په وینا، حماس اوس د غزې په ټولو برخو سیاسي، امنیتي او پوځي کنټرول ټینګ کړی، او هېڅ بدیله ډله یا ځواک نه شته چې واک ته یې ګواښ پېښ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button