عمران خان: د افغانستان او پاکستان ستونزې دې د سولې او درناوي په فضا کې حل شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له زندانه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرابو اړیکو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي، چې د دواړو ګاونډیو ستونزې باید د متقابل درناوي او سوله‌ییزو لارو له لارې حل شي، نه د تاوتریخوالي او نظامي اقدام له لارې.

عمران خان د اوسني پاکستاني حکومت پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ یوازې هغه وخت حل کېدای شي، کله چې د خلکو ریښتیني استازي د ملي او ګټورو پالیسیو جوړولو ته پرېښودل شي.

دغه څرګندونې په داسې مهال شوې دي، چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې په وروستیو ورځو کې تر بل هر وخت زیاتې ترینګلې شوې دي. د پاکستان د هوايي بریدونو له امله په افغانستان کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، او په غبرګون کې افغان ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوستو پر ضد متقابل بریدونه ترسره کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button