د حماس مشر اسماعیل رضوان: اسرائیل له هوکړې تښتي او د بشري مرستو مخه نیسي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ تله، ۱۴۰۴ل)

د حماس د سياسي دفتر يو مشر اسماعیل رضوان الجزيرې ته ويلي، چې د حماس غورځنګ د اوربند د هوکړې د بريا لپاره جدي هڅې کوي، خو د اسرائیلي ښکېلاک رژيم هڅه کوي له خپلو ژمنو وتښتي.

رضوان زياته کړې، چې اسرائیل تر اوسه غزې ته یوازې د سمندر په څېر بحران کې د یوې «څاڅکي» په اندازه بشري مرستې پرېږدي او د هوکړې د انساني برخې بشپړ پلي کولو ته ژمن نه دی.

د هغه په وينا، د اسرائیلي پوځ د ځنډ او سرغړونو له امله د زرګونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي څرګنده کړه، چې لا هم له ۱۰ زرو زيات کسان د بمباريو تر ملبې لاندې ورک دي او د ژغورنې ډلې د درنو وسايلو جدي اړتیا لري.

ده وویل، «اشغالګرو خپل اسیران په بمباریو کې وژلي، اوس بیا زموږ پر نه‌همکارۍ تور لګوي، خو خپله د ژغورنې وسايل نه راکوي.»

مربوطه مطالب

Back to top button