د افغانستان د اسلامي امارت استازي د اندونیزیا له چارواکي سره د دیورند او دوحې هوکړې په اړه خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ تله، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د اسلامي امارت د اندونیزیا سرپرست سفیر مولوي سعدالله بلوچ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړي چارواکي ریکی احسان سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې وروستیو حالاتو او په دوحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې دوهاړخیزې هوکړې په اړه خبرې کړي.
د افغانستان سفارت په جاکارتا کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمهییزو اړیکو او ګډو همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
مولوي سعدالله بلوچ په خبرو کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د سولې، ښه ګاونډیتوب پالیسۍ او رغنده سیمهییزو همکاریو ته ژمن دی، او غواړي د متقابل احترام او تفاهم پر بنسټ له هېوادونو سره اړیکې پیاوړې وساتي.



