مدثر همراز
په رسنیو کې لیدل کېږي چې د پاکستان او افغانستان مذاکرات د پاکستان د نامعقولو غوښتنو له امله ناکام شوي دي.
په مذاکراتو کې د پاکستان له لوري احساساتي تعامل هم شوی، خو افغانستان مذاکرات په ډېر معقول انداز مخ ته وړي.
اوس خبره داده چې پاکستان ولې مذاکرات په لوی لاس نه کول غواړي او ولې جنګ ته لاره هواره وي؟ څو ورځې وړاندې یې وزیر دفاع دا خبره هم وکړه چې که مذاکرات ناکام شول نو مونږ جنګ کوو!
او همدارنګه د مذاکراتو په اړه دا ګنګوسې هم راوتلې چې د پاکستان مذاکراتي پلاوی وایي: موږ له امریکا سره دا تړون لروچې د پاکستان له خاورې به ډرون الوتکې د افغانستان هوایي حریم نقض کړي.
تر دې وړاندې د باګرام په اړه د ټرمپ څرګندونې، د امریکا له لوري د مرکزي آسیا د کنټرول خبرې، او د افغانستان ستراتیژیک موقعیت له چا نه پټ نه دی.
له پورته قراینو او کړنو نه داسې معلومیږي چې مذاکرات پاکستان په خپله خوښه نه دي ناکام کړي بلکې د امریکا له لورې دستور ورکول کېږي.
امریکا غواړي چې د پاکستان او افغانستان د جنګ په نتیجه کې په سیمه کې خپل حضور یقیني کړي. د پاکستان واکداران د نورې اسلامي نړۍ په څېر دې حد ته رسېدلي دي چې وایي: “زه دې موړ او ژوندی یم، که په قوم او ولس هر څه کېږي پروا نه کوي.
او همدا رنګه هر څه د امریکا نه انګیري او لاس په نامه ورته ولاړ دي لکه څنګه چې مونږ او تاسې د پاکستان د لومړي وزیر د عقیدت څرګندونه ټرمپ ته په خپلو سترګو ولیدله.
د عصر سیاسي مبصرین به ظاهر ته په کتلو سره دا د پاکستان په توسط د امریکا ای-پلان بولي، خو زما په اند چې په افغانستان کې اکثره وخت د خارجي قوتونو ای-پلان د افغانانو غیرت، مسلمانۍ میړانې او قربانۍ داسې تسنس کړی چې اشغالګرو ته بیا بشپړ وخت نه دی پیدا شوی چې په (بی) پلان کار وکړي. زه داسې نظر لرم که چېرې د پاکستان او افغانستان تر منځ جنګ جوړ شي، د افغانستان د ملت تر څنګ به اکثره پاکستاني عوام هم د افغانستان د امارت تر څنګ ودرېږي او د سیمې لوی قوتونه هم لکه روس او چین به د افغانستان ملاتړ د خپلو مفادو په خاطر وکړي.
د ډیورنډ قضیه به ان شاءالله په لوی افغانستان ختمه شي او دا احتمال هم ډېر دی چې د پاکستان پر مخ تللې وسلې به هم د لوی افغانستان د واکدارانو لاس ته ولویږي لکه څنګه چې د امریکا وسایل افغانانو ته په لاس ورغلي دي،که دا کار وشی نو امکان شته چې په مجموع کې اسیایي هیوادونه تر ډیره حده خودمختاره شي او دا سیمه به تر ډیره حده د ارام سا واخلي.


















