اسرائيلي اشغالګرو د اوربند له ماتولو وروسته په غزه کې خونړۍ بمبارۍ کړي؛ د ۱۷ ماشومانو په شمول ۴۱ شهيدان دي

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۴ل)

د غزې له روغتونونو څخه د ترلاسه شوو مالوماتو له مخې، د اسرائيلو تازه هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۴۱ فلسطينيان شهيدان شوي، چې ۱۷ ماشومان هم په هغوی کې شامل دي.

 دا بريدونه د غزې په بېلابېلو سيمو کې د بې ځايه شويو فلسطینیانو پر کورونو او خيمو ترسره شوي دي.

د الجزيرې د خبريال په وينا، اسرائيلي الوتکو د غزې ښار په جنوب لوېديځ کې د ماليې وزارت ودانۍ او د خان‌يونس لوېديځ ته د المواصي سيمې د بې ځايه شويو خيمې په نښه کړې دي. عيني شاهدان وايي، ډېری قربانيان ښځې او ماشومان دي، او ګڼ کسان لا هم د کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

د غزې د ملکي دفاع وياند محمود باسم تأييد کړې، چې تر اوسه لږ تر لږه ۳۰ جسدونه راايستل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

نوموړي وويل، د ژغورنې ډلې لا هم د قربانيانو د موندلو هڅه کوي.

د ده په وينا، دا بريدونه د اسرائيلي ځواکونو له‌خوا د اوربند ښکاره سرغړونه او غدر دی، چې يو ځل بيا يې د غزې د مظلومو خلکو پر وړاندې خپله جګړه پيل کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button