غزې ته رسېدلې مرستې بسنه نه کوي؛ د غزې انساني حالت ډېر بحراني دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۴ل)
د غزې د ښاروالیو د اتحادیې مشر ډاکټر علاءالدین البطه ویلي، چې غزې ته رسېدلې مرستې او خېمې د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای او د سیمې انساني وضعیت ډېر خراب او بحراني شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې غزه د مړو د راایستلو او ښخولو لپاره اړینو وسایلو ته سخته اړتیا لري او د بېړني نړيوال اقدام غوښتنه کوي.
راپورونه ښيي، له اوربند وروسته هره ورځ یوازې ۸۹ د مرستو لارۍ غزې ته رسېږي، په داسې حال کې چې د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لږ تر لږه ۶۰۰ لاریو ته اړتیا ده.
د غزې د اطلاعاتو دفتر دا وضعیت د «محاصرې او لوږې دوام» بللی، چې له امله یې له ۲.۴ میلیونه زیات فلسطینیان له بشري کړکېچ سره مخ دي.
د خانيونس ښاروال او د غزې نور چارواکي هم وايي، چې مرسته شوې توکي د خلکو د بېړنيو اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي، او اسراییل د اوربند له اعلان وروسته هم د مرستو د داخلېدو مخه نیسي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ۴۰ هېوادونو او نړيوالو بنسټونو استازي د اوربند د پلي کېدو او د بشري مرستو د څارنې لپاره په جنوبي تلابيب کې کار کوي



