جي شنکر د متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې د زلزلې له قربانیانو سره غمرازي څرګنده او د عاجلو بشري مرستو ژمنه وکړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر جې شنکر د تلیفوني اړیکې له لارې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د زلزلې د زیانونو په تړاو خبرې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د زلزلې له امله د افغانانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د عاجلو بشري مرستو د لېږلو خبر یې ورکړ.

ډاکټر جې شنکر وویل، هېواد به یې ډېر ژر د ۱۵ ټنه غذايي موادو تر څنګ د درملو او نورو اړینو توکو نوې مرستې هم واستوي. نوموړي ټینګار وکړ چې هند د سختو حالاتو پر مهال د افغان ولس تر څنګ ولاړ دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د هند له خوا د غمشریکۍ او مرستو هرکلی وکړ او د دغو مرستو د پر وخت وېش ډاډ یې ورکړ.

دواړو لورو د اړیکو پر پیاوړتیا، سیمه‌ییزو همکاريو او د وروستي دیپلوماتیک سفر پر پایلو هم بحث کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button