د بلخ او سمنګان زلزلې له امله د پاکستان لومړي وزیر او خلیلزاد خواشیني څرګنده کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړي د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ د ټپیانو د ژر روغېدو هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پاکستان په دې سختو شېبو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.
ښاغلي شریف په خپله څرګندونه کې ویلي: «د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله د افغان ورونو د ژوند له لاسه ورکولو له کبله ژور خواشینی یم. د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایم او د ټپیانو د بېړنۍ روغتیا دعا کوم.»
بلخوا، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم په خپل ایکسپاڼه لیکلي چې د زلزلې له امله اوښتې مرګژوبلې خواشینی کړی دي.
تېره شپه په شمالي ولایتونو، په ځانګړي ډول بلخ او سمنګان کې، د زورورې زلزلې له امله له شلو ډېر کسان شهيدان او شاوخوا ۵۳۰ نور ټپیان شوي دي.



