حوثي مشران: که اسراییل پر یمن برید وکړي، جګړه به ورته سخته او اوږده وي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله غورځنګ یا حوثي مشرانو د اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې که اسراییل پر یمن برید وکړي، نو د یوې پېچلې او سختې جګړې ښکار به شي.

نتنیاهو څو ورځې وړاندې ویلي و، چې حوثیان د اسراییل لپاره جدي ګواښ دی او هېواد به یې د هغوی د له منځه وړلو لپاره هر څه وکړي.

د حوثي حکومت د بهرنیو چارو مرستیال عبد الواحد ابو راس ویلي، اسراییل چې د فلسطین د ښځو او ماشومانو وینې یې تویې کړې، نه یوازې د سیمې بلکې د ټولې نړۍ لپاره خطر ګڼل کېږي. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د اسراییلو هر ډول تېری به له فوري او دردناک غبرګون سره مخ شي.

هغه زیاته کړې، چې یمن د غزې د اوربند وضعیت له نږدې څاري او که اسراییل یو ځل بیا پر فلسطین بریدونه پیل کړي، نو حوثیان به هم خپلې پوځي حملې بېرته پيل کړي.

د ده په وینا، “د دې جنګي رژیم پای به زموږ په لاس وي.”

مربوطه مطالب

Back to top button