سپین بولدک کې د یو میلیارد افغانیو په لګښت د ۸ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۴ل)

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یو میلیارد افغانیو په لګښت د اته کیلومتره سړک د جوړولو او پراختیا چارې رسماً پیل شوې.

د سپین بولدک د ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ مدیر عبدالحنان جلالي وايي، دا سړک د مغاش کلا له سیمې څخه تر ډیورنډ فرضي کرښې پورې غځېدلی دی.

ښاغلي جلالي زیاته کړې، چې د یاد سړک د رغونې لګښت د ټولګټو چارو وزارت له‌خوا برابریږي او د کار چارې به یې په یو کال کې بشپړې شي. نوموړي وویل، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او د سیمه‌ییز تجارت کچه لوړه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button