کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۴ل)
د فلسطين اسلامي جهاد مقاومتي غورځنګ په یوه اعلامیه کې د صهیونیستي اشغالګر رژیم لخوا په لبنان کې د حملو دوام او د بریدونو چټک زیاتوالی غندلی او دا عمل یې د لبنان د حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
اعلامیه وایي دغه حملې په نړیوال قانون او د اوربند د موافقې بېشرمه ماتونه ده او په ښکاره ډول د لبنان او د هغه د خلکو پر ضد بریدونه دي.
اسلامي جهاد ټینګار کړی، چې د لبناني ولس او د مقاومت تر څنګ په پوره پیاوړتیا ولاړ دی.
اعلامیه کې راغلي: چې لبنان ته د یرغل پر وړاندې د خلکو طبیعي او مشروع دفاعي حق تأییدوو او له نړیوالو ادارو غوښتنه کوو، چې د لبنان د حاکميت پر وړاندې د دې ډول تجاوزونو د دوام مخه ونیسي او خپل قانوني او بشري مسؤولیتونه عملي کړي.


















