تحریک لبیک پاکستان وسله واله څانګه جوړه کړې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان مذهبي ډلې تحریک لبیک د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې، چې هغوی وسله واله څانګه رامنځته کړې ده.

په خپره شوې ویډیو کې څو کسان له وسلو سره ښکاري او د ډلې د اعلان کوونکي له خولې ویل شوي چې هدف یې له خپلو “حقونو دفاع” او د هغو کسانو له منځه وړل دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو په اړه ګستاخي کوي.

ویډیو کې خبرې کوونکی په دې ټینګار کوي، چې اوس مهال د پاکستاني پوځ سره د مستقیمې جګړې پلان نه لري، خو که اړ شي نو د ځان د دفاع لپاره به اقدام کوي.

په ویډیو کې د کسانو مخونه پټ ښکاري او وسلې هم ورسره لیدل کېږي.

تر اوسه پاکستاني چارواکو یا د تحریک لبیک پاکستان مرکزي مشرانو له خوا په دې اړه رسمي تبصره نه ده شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button