ولسمشر اردغان: د افغانستان-پاکستان ترمنځ د خبرو لپاره یو لوړ پوړی پلاوی اسلام آباد ته لېږو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو او دایمي سولې د ټینګښت لپاره به د ترکیې یو لوړپوړی درې کسیز پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، په دې پلاوي کې به د ترکیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران، او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې مشر شامل وي.
اردوغان دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د اذربایجان په باکو ښار کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره له لیدنې وروسته کړې دي.
د نوموړي په حواله په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، د پلاوي د سفر موخه دا ده چې ژر تر ژره د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ دایمي اوربند او سوله ټینګه شي.
اردوغان ویلي، ترکیه هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو شخړو د هوارولو لپاره د اعتماد فضا رامنځته کړي.



