جنرال یحیی سریع: صهیونیستي رژیم د اوربند له تړون څخه ۳۰۰ سرغړونې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۴ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې صهیونیستي اشغالګرو د غزې د اوربند له تړون څخه تر اوسه ۳۰۰ ځله سرغړونې کړي دي.

نوموړي په خپله تازه وینا کې ویلي، چې د صهیونیستي رژیم دا کړنې ښيي چې هغوی د اوربند ژمنې جدي نه نیسي او د حماس او فلسطیني ولس پر وړاندې خپل بریدونه دوامدار ساتي.

جنرال سریع زیاته کړې، د غزې د اوربند د تړون له نقض سره به د سیمې د امنیت حالت لا پسې خراب شي او د مقاومت ډلو غبرګون به حتمي وي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د حماس او صهیونیستي ریژیم ترمنځ د اوربند تړون څو اوونۍ وړاندې د منځګړو هېوادونو له لارې عملي شوی؛ خو راپورونه ښيي چې اسرائیلي ځواکونه یې په مکرر ډول نقض کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button