پنجشېر کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت برېښنا بند تخنیکي سروې بشپړه او د ۷۹ میلیونه افغانیو پروژې منظور شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹لړم، ۱۴۰۴ل)
په پنجشېر ولایت کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا بند تخنیکي سروې بشپړه شوې ده، چې د ۱۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري.
د پنجشېر ولايت مقام وايي، دا بند د دغه ولایت د پریان ولسوالۍ په بام وردار سیمه کې د ترکي شرکت «۷۷» له لوري جوړېږي. د مسولينو په وینا، له دې بند سره به د پنجشېر او ګاونډیو ولایتونو شاوخوا لس زره کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.
ياده سرچينه وايي، امارت اسلامي د ۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د څو نورو پروژو لګښتونه هم منظور کړي دي.
په دې پروژو کې د تېرو حکومتونو له دورې پاتې اته نیمګړې پروژې د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت او د دوآب څخه تر حصه اول پنجشېر پورې د برېښنا لین پروژه چې ۵۶ میلیونه افغانۍ ارزښت لري، شاملې دي.
مسوولين وایي، د دغو پروژو ټول تجهیزات اخیستل شوي او د کار د پيل لپاره چمتو دي.
همدارنګه، د پارنده بازارک بند د ۷.۶ میلیونه ډالرو په لګښت د پرانېستې چمتووالی نیول شوی، چې د څلورو میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.



