امير خان متقي: د پاکستان د نا معقولو غوښتنو له امله د دواړو هېوادونو مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹لړم، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ډیپلوماسۍ انستیتوت د پنځمې تخصصي ښوونیزې دورې د فراغت په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي مذاکرات د پاکستان د ناعادلانه او نامعقولو غوښتنو له امله بې پایلې پای ته ورسېدل.
نوموړي څرګنده کړه، چې اسلاماباد ادعا کوي ګواکې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) له افغانستانه پاکستان ته اوړي او بېرته راګرځي، خو پوښتنه دا ده چې که پاکستان د فرضي کرښې له اوږدو ټولې امنیتي پوستې، کمرې او چکپاينټونه لري، نو د هغوی د تګ راتګ مخه ولې نه شي نیولای؟ متقي زیاته کړه، چې د افغانستان مذاکراتي ټیم په څرګند ډول او په نره خبرې کوي او تر پایه په خپل دریځ ولاړ وي.
مولوي متقي د پاکستان پوځي رژیم ته په خطاب کې وویل، د پاکستان ستونزې نوې نه دي، بلکې تحریک طالبان پاکستان له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې په دغه هېواد کې فعال دی او ټینګار يې وکړ، که څوک پر افغانستان تېری وکړي، مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي، او که ټي ټي پي افغانستان ته راځي، نو افغانستان هم حق لري وپوښتي چې ولې یې پاکستان خپلې خاورې ته پرېږدي.



