د سوډان جګړه؛ ګڼو ښارونو کې د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۴ل)

د سوډان په پلازمینه خرطوم او یو شمېر نورو ښارونو کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ درنې نښتې روانې دي.

د محلي سرچینو په وینا، جګړه تېره شپه له سره پیل شوې او دواړو لورو د درنو وسلو کارولو ته دوام ورکړی دی.

چټک ملاتړ ځواکونو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې دوی د پلازمینې خرطوم په جنوب کې څو مهم نظامي مرکزونه نیولي دي؛ خو د سوډاني پوځ ویاند دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې پوځ د خپلو ټولو پوځي اډو کنټرول ساتلی دی.

له بلې خوا د جګړې له امله د ملکیانو تلفات هم زیات شوي او د ملکي وګړو د ژغورنې هڅې له امنیتي وضعیت له امله له خنډونو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده، چې د سوډان کورنۍ جګړه له نږدې ۳ کلونو راهیسې روانه ده، چې له امله یې زرګونه کسان وژل شوي او میلیونونه نور بې‌ کوره شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button