له خصوصي شرکت سره د زرکشانو پولي میتال کان د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰لړم، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت‌الله بدري، د غزني ولایت د زرکشانو پولي میتال کان د اکتشاف، استخراج او پروسس تړون له «خیبرحسن شرکت» سره لاسلیک کړ.
د بدري په وینا، دغه تړون د ۲۴۰ کیلومتره مربع مساحت لرونکي زرکشانو کان لپاره د ګټې اخیستنې او روڼتیا د زیاتولو په موخه لاسلیک شوی دی. دغه تړون د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې دا هوکړه به د غزني په زرکشانو پولي میتال کان کې د معیاري کیندنې او اغېزمنو عملیاتو لپاره اساسي رول ولري‌

مربوطه مطالب

Back to top button