افغانستان کې پر ترياکو تر بندیز وروسته؛ پاکستان او ایران کې د تریاکو کر زیات شوی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰لړم، ۱۴۰۴ل)
له هغې وروسته چې اسلامي امارت په افغانستان کې د تریاکو کر او تولید بند کړ، اوس د نشهيي موادو دا پدیده ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران ته غځېدلې ده.
د نیکی آسیا ورځپاڼې د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د نشهيي موادو او جرمونو دفتر (UNODC) وايي چې سږ کال په افغانستان کې د تریاکو کر ۱۰ زره او ۲۰۰ هکتاره ځمکې ته راټیټ شوی، چې دا د تېر کال په پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه کموالی ښيي.
په همدې حال کې د بریتانیا یوې څېړنیزې موسسې السیس ویلي چې شاوخوا ۱۲ زره او ۸۰۰ هکتاره ځمکه لا هم د تریاکو لاندې ده، خو دواړه سرچینې ټینګار کوي چې دا کچه د امارت اسلامي له بندیز مخکې وخت په پرتله ډېره راټیټه شوې ده، کله چې له ۲۰۰ زره زیات هکتاره ځمکه د تریاکو کر ته ځانګړې وه.
د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې د تریاکو کر، قاچاق او سوداګري په بشپړه توګه له منځه تللې او په تېر یوه کال کې شاوخوا ۲۰۰ زره کیلوګرامه بېلابېل ډولونه نشهيي مواد نیول او سوځول شوي دي.
بل لور ته، د نیکی آسیا د راپور له مخې، په پاکستان کې یوازې د بلوچستان په دوو ولسوالیو کې له ۸ زره زیات هکتاره ځمکه د تریاکو لاندې ده، او په ایران کې هم د تریاکو کر د زیاتېدو نښې لیدل کېږي.



