حماس: رفح کې زموږ ۶۰ مجاهدین کلابند دي، له منځګړو غواړو چې مداخله وکړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰لړم، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت تحریک حماس ویلي، چې د دوی شاوخوا ۶۰ مجاهدین د رفح ښار په سوېلي برخه کې د صهیونیستي ځواکونو له خوا کلابند شوي دي.
د حماس ویاند “جهاد طه” ویلي، چې دا مجاهدین د تېرو درنو هوایي بریدونو پر مهال د دښمن د محاصرې لاندې راغلي او اوس په سخت وضعیت کې دي.
هغه زیاته کړې، تحریک له منځګړو هېوادونو او سازمانونو غوښتنه کوي، چې سمدستي مداخله وکړي، څو د انساني ناورین مخه ونیول شي.



