تاجکستان: د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰لړم، ۱۴۰۴ل)
د تاجکستان د ختلان ولایت د مرستیال والي فیضالله زاده په مشرۍ پلاوي د کندوز ولایت مرستیال والي مولوي حبیبالرحمن صهیب سره وکتل او ويلي دي چې د تاجکستان دولت د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، هېواد یې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او سیمهیز امنیت لپاره د دوامدارو اړیکو او همکارۍ پیاوړتیا غواړي.
د کندوز ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لوریو د سوداګرۍ، نشهيي توکو پر ضد مبارزې او د امنیت د ټینګښت په برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی.
همدارنګه د تاجکستاني پلاوي له لوري وړاندیز شوی، چې د دواړو هېوادونو سرحدي مسوولین نوره هم نږدې همکاري ولري، څو د سرحدي سیمو امنیتي ننګونې او د نشهيي توکو قاچاق په ګډه مهار شي.



