د سوډان جګړه؛ قبایلي وسله‌والو د پوځ په ملاتړ د چټک غبرګون ځواکونو پر ضد جګړه پیل کړه

کابل ټکی کام (سه‌شنبه، ۲۰ لړم، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وايي، چې د سوډان په لوېدیځو سیمو کې قبایلي وسله‌والو د سوډاني پوځ په ملاتړ د چټک غبرګون ځواکونو پر ضد جګړه پیل کړې ده.

د سیمه‌ييزو سرچینو په وینا، دغه قبایلي وسله وال چې زیاتره د دارفور له خلکو جوړ دي، د پوځ له خوا د وسلو او تجهیزاتو په برابرولو سره د “چټک غبرګون ځواکونو” پر ضد په څو محاذونو کې عملیات پيل کړي دي.

د سوډان پوځ ویلي، چې د قبایلي ملېشو ګډون د هېواد د “خلکو او پوځ ترمنځ د یووالي نښه” ده او د چټک غبرګون ځواکونو ته به د ماتې ورکولو لړۍ چټکه کړي.

بل‌خوا د چټک غبرګون ځواکونو ویاند دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې دوی لا هم د دارفور ډېری برخې تر خپل کنټرول لاندې لري.

مربوطه مطالب

Back to top button