د خامنه‌اي سلاکار: امریکا د چین د کنټرول لپاره د چابهار او ګوادر ترڅنګ پوځي اډې جوړوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰لړم، ۱۴۰۴ل)

د ایران د رهبر علي خامنه‌اي سلاکار علي‌اکبر ولایتي ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي د غزې جګړه بنده کړي، خو دا کار یې د فلسطینیانو د درد له امله نه، بلکې د دې لپاره دی چې د عربي هېوادونو له لوري د ناخوښۍ څپه کنټرول کړي.
ولایتي د بریکس د هېوادونو د همکارۍ په اړه ویلي، د روسیې د روبل ارزښت د اوکراین جګړې پر مهال ثابت پاتې شوی چې دا د چین د عملي ملاتړ څرګندونه کوي. نوموړي دا بهیر د نړیوال نوي نظم نښه بللې، چې بنسټونه یې پر عدالت، همکارۍ او متقابل درناوي ولاړ دي.
هغه زیاته کړې، امریکا هڅه کوي د پاکستان د ګوادر او د ایران د چابهار بندرونو ترڅنګ نوې پوځي اډې جوړې کړي څو د چین پر فعالیتونو او د سیمې د انرژۍ او سوداګرۍ پر لارو کنټرول ترلاسه کړي.
د خامنه‌اي سلاکار ټینګار کړی چې ایران د «مقاومت د محور» په توګه د هغو هېوادونو ملاتړ کوي چې د اسراییلو او امریکا پر وړاندې ولاړ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button