پاکستاني رسنۍ: په اسلاماباد کې د چاودنې له امله ۱۲ تنه وژل شوي ۲۷ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰لړم، ۱۴۰۴ل)
پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له قوله لیکلي، چې په اسلاماباد کې د يوه تن له لوري په چاودېدونکي برید ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
د نوموړي په وینا، بریدګر هڅه کوله چې د اسلاماباد محکمې (کچهري) ته ننوزي، خو د پولیسو د چمتووالي له امله یې هڅه ناکامه شوه او وروسته یې د پولیسو موټر په نښه کړ.
محسن نقوي له پېښې وروسته د اسلاماباد محکمې ته ورغلی او له امنیتي چارواکو یې د برید په اړه معلومات غوښتي. هغه وویل، چاودنه د غرمې په ۱۲ بجې او ۳۹ دقیقو شوې، او د پېښې له ځایه ټول شواهد راټول شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د پېښې عاملین به تعقیب او قانون ته وسپارل شي.



