په افغانستان کې لوستي طبقات په اکثره انقلابونو کې لوی لاس لري او که لږ له نن څخه څو کاله وړاندې تاريخ وکتل شي نو معلومه به شي چې د کمونستانو په کودتاه کې چې د داود خان د نظام په خلاف يې کوله نو لومړی خلقيانو د کابل پوهنتون محصلينو ته په دې اړه وويل چې سبا به لارو او سرکونو ته راووځي او د موجوده نظام په خلاف به اواز پورته کړي، کله چې محصلين راووتل نو د هغه وخت خلقیانو له داود خان څخه د اجازې غوښتلو په پار غوښتنه وکړه چې که چېرې د ځواک د کارولو اجازه راکړل شي نو موږ به د محصلينو مظاهرې ارامې کړو. د وخت حاکم هم ورسره ومنله، خو کله چې نظاميان راووتل نو د محصلينو پر ځای يې داودخان او د ده د کورنۍ غړي په نښه کړل…
يعنې که ووايو چې محصلين او لوستي طبقات مو اکثره وخت د غلطو حکومتي پاليسيو ښکار ګرځېدلي دي او ان تر دې چې د نظامونو د سربراهانو د خواهشاتو او هوسونو ښکار ګرځېدلي دي…
خو لوستي طبقات مو د دې پر ځای چې له وخت څخه د عبرت درس واخلي نور هم د ګمراهۍ لوري ته درومي، د دې پر ځای چې دغه طبقات د هېواد په کوم درد وخوړل شي، د نورو د خواهاشاتو او ګټو لپاره ځانونه قربانوي…
د سولې په خلاف چې اوس کومې برنامې تر سره کيږي او جوړېږي، عينًا لکه د کمونست نجيب په دوره کې چې جوړېدې، بلکې کټ مټ هماغسې دي.
هغه وخت هم د سولې په باب د خوښونې جعلي شعار ورکول کېده او اوس هم ورکول کيږي، هغه وخت هم د حاکم خلقي نظام له لوري داسې هڅې کېدې چې د شوروي ځواکونو د پاتې کېدو او اشغال د اوږدېدو لپاره توجيهات ولټوي، خو اوس د ډيموکراټيک نظام له لوري يا هم د تپل شوې ادارې له لوري داسې هڅې کيږي چې د دوحې تړون نقض او داسې لاملونه وموندل شي چې اشغال دوام وکړي او دلته داشغال بقايا په واک کې پاتې شي.
هغه وخت به کمونست نجيب، خلقي کارمل او نورو خلقيانو هڅې کولې تر څو دمحصلينو اذهان له کذب او درواغو څخه ډک کړي تر څو افغان ملت ته درد سر پيدا شي او اوس هم کابل اداره دا هڅې کوي چې د کابل پوهنتون محصلين چې د د نظام په ماهيت او پرمختګ کې مهم رول لري؛ د سولې په باب غلط پوه کړي، د افغان ملت تېرې نولس کلنې قربانۍ ورته ناجائزې تعبير کړي، د کفري نړۍ په خلاف د افغان ولس مبارزه ورته پرديپاله معرفي کړي او په دې يې بې باوره کړي چې د اسلامي نظام په راتګ سره د افغان ولس ټپونه درمليږي.
نو په همدې پار يې اوس په خورا حساسو شېبو کې د سولې د مخالفت لپاره په کابل پوهنتون کې د سولې په باب لکچرونه پيل کړي، دغه لکچرونه د کابل ادارې مشر اشرف غني د کابل پوهنتون محصلينو ته ورکوي… او هڅه کوي چې دغه محصلين د روانو مذاکراتو او سولې په باب بې باوره کړي او دا په غوږ کې ورپوه کړي چې ګواکې همدا جمهوري نظام؟ نظام مو په ګټه دی او همدا کولی شي خپل هر ډول حقوق؟ درته ورسوي…
خو د غني پيل شوي لکچرونه شبهاتو څخه خالي نه دي.
لومړی دا چې که چېرته دغه لکچرونه رښتيا هم د سولې په باب وای نو ولې په دغو کې د کابل پوهنتون کوم استاذ ته بلنه نه ورکول کېده چې راشئ او ګډون پکې وکړئ؟!
بايد د کابل پوهنتون ښوونکي هم پکې حاضر وای تر څو د صحنې شاهدان وای چې غني د سولې په باب څه نظر لري؟ د سولې په اړه څه اراده او نيت لري؟
دويم دا چې دغه د سولې په باب لکچرونه کېدای شي چې د سولې پر کوم بل ډول مخالفت تمام شي، يعنې ښایي غني او تر لاس لاندې ادارې يې د سولې په خلاف بل څه پلان په پام کې نيول وي، چې دا صورت به يې د کابل پوهنتون محصلينو ته ناوړه پايلې ولري او لرې نه ده چې يو ځل بيا د پوهنتون محصلين د دغو خواهش پرستانو لپاره بې ځايه مصرف شي.