هرات کې د ۲.۷ میلیونه ډالرو په لګښت د ۳۰ پراختيايي پروژو چارې پيل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱لړم، ۱۴۰۴ل)

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د هرات ولایت په لسو ولسوالیو کې د ۳۰ بېلابېلو پراختيايي پروژو د جوړولو چارې پيل کړې چې د دغو پروژو ټول لګښت شاوخوا ۲.۷ میلیونه امريکايي ډالره اټکل شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، يادې پروژې به د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست له لارې عملي کېږي چې موخه يې د خلکو د ژوند د اسانتياوو برابرول او د بنسټيزو خدمتونو پراخول دي.
په پروژو کې د اوبو رسونې شبکې، سړکونه، پلونه او نور عامه تاسیسات شامل دي.
ياد وزارت وايي، د کار د بهير پر مهال به سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شي او د بشپړېدو وروسته به د هرات د لسو ولسواليو اوسېدونکو ته د پام وړ آسانتياوې رامنځته شي.

مربوطه مطالب

Back to top button