دایکندي کې د ۳۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا پروژه بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱لړم، ۱۴۰۴ل)
د دایکندي ولایتي روغتون لپاره د ۳۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا پروژه بشپړه او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد غني صمیم وایي، پروژه د ملګرو ملتونو د پرمختیايي برنامې (UNDP) په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت عملي شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې پروژه له ۵۵۲ لمریز تختو او ۱۲۶ بطريو څخه جوړه ده او د هغې په بشپړېدو سره به د ولایتي روغتون برېښنا ۲۴ ساعته وي. د ده په وینا، دا ګام د روغتيايي خدمتونو د ښه کولو او د ناروغانو د ستونزو د کمولو په برخه کې مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
د دایکندي ولایت مرستیال مولوي احسانالله رحمتیار د پروژې د پرانېستې پر مهال وویل، دا لاسته راوړنه د امنیت، ورورولۍ او ګډ کار نښه ده او له اړوندو مسئولینو یې وغوښتل چې د پروژې د دوامدارې ساتنې او اغېزمن کارونې لپاره جدي واوسي.



