ګرجستان کې د ترکيې د پوځي الوتکې د سقوط له امله ۲۰ عسکر مړه شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱لړم، ۱۴۰۴ل)

د ترکيې دفاع وزارت تأييد کړې چې د دغه هېواد د پوځ يوه C-130 ډوله د بار وړلو پوځي الوتکه د اذربايجان او ګرجستان پر پوله غورځېدلې او له امله يې شل تنه ترکي عسکر مړه شوي دي.

وزارت ویلي، الوتکه پرون له اذربايجان څخه ترکيې ته روانه وه چې د نامعلومو لاملونو له کبله يې سقوط وکړ.

د راپورونو له مخې، د الوتکې ملبه د ګرجستان په خاوره کې دننه موندل شوې او د ژغورنې او لټون ګډ ټيمونه د دواړو هېوادونو په همغږۍ لا هم په سیمه کې بوخت دي.

د ګرجستان د کورنيو چارو وزير د پېښې ځای ته تللی، او اذربايجان د مرستې لپاره د ژغورنې ټيمونه د لېږلو چمتووالی اعلان کړی دی.

د ترکيې دفاع وزارت ويلي، د پېښې د څېړنې لپاره ځانګړی ټيم سيمې ته رسېدلی او د الوتکې د ملبې د تخنيکي معاینې له لارې به د سقوط دقيق لامل معلوم شي.

تر اوسه رسمي سرچينو نه‌دي ويلي چې الوتکه تخنيکي ستونزې لرلې که بل کوم عامل د پېښې سبب شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button