تېر ورځ ۱۴۹۲ کورنۍ له بېلابېلو لارو هېواد ته راستنې شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱لړم، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو پولو څخه ټولې ۱۴۹۲ کورنۍ چې ۹۳۹۱ تنه کېږي، هېواد ته راستانه شوې دي. دغه راز ۳۵۸۴ کورنۍ د بېلابېلو ولایتونو پر لور لېږدول شوې او ۲۰۵۰ کورنیو ته نغدې مرستې ورکړل شوې دي.

راپور زیاتوي، چې یوازې د سپین بولدک له لارې ۴۸۱۲ تنه، د تورخم له لارې ۲۳۵۷ تنه، د بهرامچې له لارې ۷۵۳ تنه، د اسلام‌کلا له لارې ۲۵۷ تنه او د ورېښمو له لارې ۱۲۶ تنه بېرته راستانه شوي دي. راستانه شوو کورنیو ته له نږدې ۲.۳ میلیونه افغانیو زیاتې کرایې او له ۱۱ میلیونو زیاتې نغدې مرستې ورکړل شوې دي.

د روغتیا او خدماتو کمېټو له لوري راستنېدونکو ته د خوړو، څښاک، تداوۍ او مخابراتي خدمتونو ترڅنګ ۱۵۵۲ عدده وړیا سیم‌کارتونه هم وېشل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button