ملا رحمت‌الله نجیب: د پاکستاني لوري غوښتنه د اسلامي امارت له اصولو سره سمه نه وه ځکه مذاکرات بې‌پایلې پای ته ورسېدل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱لړم، ۱۴۰۴ل)

د کورنيو چارو وزارت مرستيال او د پاکستاني لوري سره د مذاکراتو غړی رحمت‌الله نجیب وايي، پاکستاني پلاوي غوښتنه کړې وه چې اسلامي امارت دې داسې فتوا صادره کړي، چې په پاکستان کې روانه جګړه ناروا وبلل شي.

نوموړي ویلي، دغه غوښتنه د منځګړو له‌خوا هم تکرار شوه، خو هغوی د دواړو هېوادونو د حساسيتونو له ژورې نه‌وو خبر.

پجیب زياته کړه، افغان پلاوي ورسره ومنله چې د فتوا موضوع د دارالافتا صلاحيت دی، خو دا اداره خپلواکه ده او پرېکړې يې د چا د خوښې پر بنسټ نه، بلکې د شريعت له اصولو سره سمې وي. د ده په وینا، دا موضوع ښايي د پاکستاني لوري لپاره د منلو نه وه.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال څرګنده کړه، همدا اختلاف د دې لامل شو چې د دواړو لوريو خبرې بې‌پایلې پاې ته ورسېږي.

ده ټينګار وکړ، اسلامي امارت د پاکستان د جګړې په اړه د فتوا يا پرېکړې صلاحيت نه لري، ځکه دا موضوع د افغانستان له چارو سره تړاو نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button