عبدالملک حوثي: که صهیونیستي ريژیم پر یمن برید وکړي له ناوړه پایلو سره به مخ شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” خبرداری ورکړی که صهیونیستي اشغالګر ريژیم د یمن پر خاوره برید وکړي، نو سختې پایلې به وویني.
حوثي دا څرګندونې د یوې وینا پر مهال کړې، چې د یمن د خلکو او مقاومت د ملاتړ لپاره یې کولې هغه زیاته کړه چې د یمن وسلوال ځواکونه او ولس د هر ډول تجاوز پر وړاندې بشپړ چمتو دي او که برید وشي، صهیونیستي رژیم به داسې غبرګون وویني چې هېڅکله به یې هیر نکړي.
هغه ټینګار وکړ، چې د فلسطین د مظلوم ملت تر څنګ ولاړ یو او د صهیونیستي یرغلونو پر وړاندې به خپل دریځونه نور هم پیاوړي کړو.
د حوثي له دې څرګندونو داسې ښکاري چې یمن هم د مقاومت محور د برخې په توګه، چمتو دی، چې د اشغالګرو پر وړاندې دفاع وکړي او سیمهییزه معادله بدله کړي.



