ازاد شوي فلسطينيان: اسرائيلي ځواکونه د غزې له بنديانو سره د سپکاوي او جنسي تاوتريخوالي “سيستماتيک چلند” کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۴ل)

تازه ازاد شوي فلسطيني بنديانو ويلي، چې د اسرائيلي ځواکونو له لوري په بندخونو او توقيفي مرکزونو کې د “جنسي شکنجې منظم او سيستماتيک سياست” پلي کېږي.

د فلسطين د بشري حقونو مرکز (PCHR) په خپل نوي راپور کې ليکلي، چې له غزې تړانګې څخه تښتول شوي او اوس خوشې شوي بنديان د جنسي تېري، د جامو په زور ايستلو، د سپو او شيانو په وسيله د جنسي بريدونو او رواني سپکاوي له پېښو سره مخ شوي دي.

د ياد مرکز په وينا، دا کړنې يوازې تصادفي پېښې نه دي، بلکې د غزې پر خلکو د روانې نسل‌وژنې يوه برخه ده، چې موخه يې د انسانانو کرامت ماتول او د هغوی هويت له منځه وړل دي.

راپور زياتوي، چې دغه نيول شوي کسان، په ځانګړي ډول ښځې، پرته له قانوني دليله يوازې د غزې اوسېدونکي کېدو له امله بنديان شوي او دا کار د “ټولنيز مجازات” او “قصدي تحقير” يوه بڼه ده.

يوه ۴۲ کلنه فلسطيني مېرمن (ن.ا) چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر مياشت کې د غزې شمال ته نږدې نيول شوې وه، ويلي: “اسرائيلي سرتېرو څو ځله پر ما جنسي تېری وکړ، ويې وهلم، برېښنايي شاټونه يې راکړل، جامې يې راڅخه په زور وايستلې او فلم يې واخيست.” نوموړې زياته کړه، “د هرې شيبې تمه مې دا وه چې کاش مړه شوې وای.” د PCHR په وينا، دا شهادتونه د هغو اوږدمهالو راپورونو تسلسل دی، چې د اسرائيلي ځواکونو له لوري د فلسطيني بنديانو پر وړاندې د جنسي تاوتريخوالي ثبوتونه وړاندې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button