روسیې او افغانستان د کام اير هوایي الوتنو د بيا پيل پر سر خبرې کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۴ل)

په روسيه کې د افغانستان سفير مولوي ګل حسن حسن د مسکو د نړیوال هوايي ډګر له رییس اندرې ایوانوف سره کتلي دي.

د افغانستان سفارت ويلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د کام اير هوايي شرکت له لوري مسکو ته د اونيزو الوتنو د بيا پيل په اړه خبرې وکړې.

ایوانوف له افغان لوري سره د یادو الوتنو د پیل لپاره د اړینو هڅو ترڅنګ، په تخنیکي او اداري برخو کې د ګډې همکارۍ ډاډ ورکړی دی. هغه ویلي، روسیه د ملکي هوایي ترانسپورټ په برخه کې له افغانستان سره د عملي همکارۍ ملاتړ کوي.

د افغانستان سفير مولوي ګل حسن حسن هيله څرګنده کړې، چې د کابل او مسکو ترمنځ د منظمې هوايي تګ‌لارې پيل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو، اقتصادي او ټولنيزو اړيکو د لا پياوړتيا سبب شي.

مربوطه مطالب

Back to top button