امريکا: باید په سوډان کې د چټک ملاتړ مليشو ته د وسلو ورکول په عاجله توګه بند شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۴ل)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو ویلي، چې باید عاجل اقدامات وشي څو د سوډان په چټک ملاتړ مليشو ته د وسلو ورکول ودرول شي.

هغه څرګنده کړه، امریکا پوهېږي کوم هېوادونه او اړخونه دې ډلې ته مرسته ورکوي، او دغه هېوادونه د رباعې ډلې په غونډو کې هم شامل دي، نو پر هغوی به په لوړو کچو فشار راوړل کېږي.

روبيو زیاته کړه، چې وسلې یوازې د یوه هېواد له خوا نه ورکول کېږي، بلکې هغه هېوادونه هم پکې برخه لري چې د وسلو د انتقال اجازه ورکوي.

هغه د مليشو د لنډمهاله اوربند په اړه وویل، چې دوی یوازې ظاهري اوربند اعلان کړ، خو په واقعیت کې سرغړونې دوام لري او دا کړنې د چټک ملاتړ مليشو له خوا په منظم ډول ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button