امریکا-اسرائیلو رفح کې د حماس بندو ځواکونو ته د خوندې لارې ورکولو پر سر هوکړه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۴ل)

د یدیعوت دحرانوت ورځپاڼې د خبر له مخې، د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو او د ولسمشر ټرمپ د سلاکار کوشنر ترمنځ یوه مهمه هوکړه شوې ده.

په دې هوکړه کې ټاکل شوې، چې د حماس اړوند ۲۰۰ وسلوال، چې د رفح په تونلونو کې بند پاتې شوي، د یوې خوندي لارې له لارې انتقال شي.

دا هوکړه د دې لپاره ترتیب شوې چې د وسلوالو د امنیت او د دې پروسې د اسانتیا لپاره شرایط برابري کړي.

د دې هوکړې تفصیل او د عملي کولو څرنګوالی لا تر اوسه په بشپړه توګه څرګند نه دی،؛.خو داسې ښکاري، چې دا ګام د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د موجوده ستونزو د راکمولو او د سولې خبرو ته د لاره هوارولو په لړ کې اخیستل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button