روسیه: اروپا یې پر ضد لویې جګړې ته چمتوالی نیسي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۴ل)
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر “سرګي لاوروف” ویلي، چې اروپا د روسیې پر ضد د یوې سترې جګړې لپاره چمتوالی نیسي.
هغه دغه څرګندونې له یوې ایټالوي ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې.
لاوروف زیاته کړې، چې روسیه به یوازې هغه وخت د اروپا له اتحادیې سره اړیکې بېرته ټینګې کړي، چې له روسیې یې وېره پای ته ورسېږي.



