د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت ډیجیټال سیسټم جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۴ل)

د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت نوې ډیجیټال سیسټم جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې ، دغه سیسټم د اوبو سرچینو د غوره مدیریت، څارنې او معلوماتو د ډیجیټال کولو په موخه جوړ شوی، او د اوبو معین مجیب الرحمن عمر او د وزارت نورو لوړپوړو چارواکو په شتون کې د اوبو معینیت د غونډو په تالار کې فعاله کړای شو.

د اوبو سرچینو عمومي رئیس وویل، چې د دې ډول سیسټمونو جوړول د اوبو د عصري مدیریت په برخه کې یو مهم ګام دی.

د نوي سیسټم له لارې به د هېواد په بېلابېلو څاګانو کې معلومات په ډیټابیس کې ثبت شي او د څاګانو شننه به میاشتنۍ، ربعوار او کلني ډول چمتو کېږي. تخنیکي مسؤلین کولی شي د څارنې او څېړنې لپاره اړوند ګرافونه، جدولونه، انځورونه او جغرافیایي موقعیتونو ته په آسانه لاسرسی ومومي.

مربوطه مطالب

Back to top button