کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د راپور له مخې، د جمعې په ورځ له سپین بولدک، تورخم، اسلامکلا او ورېښمو لارې ټولټال ۱۴۸۰ کورنۍ (۸۸۳۳ تنه) افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي او د ثبت، استقبال او لومړنیو خدماتو چمتو کولو چارې ورته تر سره شوې دي. یوازې د سپین بولدک له لارې ۱۰۷۹ کورنۍ او د تورخم له لارې ۳۴۵ کورنۍ بېرته ورغلې دي.
راپور زیاتوي چې د لېږد کمېټو په همغږۍ ۳۱۸۶ کورنۍ (۱۷۵۴۲ تنه) مختلفو ولایتونو ته خوندي لېږدول شوي او ۱.۴ ميليونه افغانۍ ورته کرايه ورکړل شوې دي. همدارنګه له بیا راستانه شویو کورنیو سره د مالي مرستو په برخه کې نږدې ۱.۴ ميليونه افغانۍ وېشل شوې دي.
د خدماتي چارو په برخه کې زرګونو کسانو ته ډوډۍ، اوبه، روغتیايي خدمتونه، درملنه او ۱۲۲۹ سیمکارتونه د وړیا دقیقو او انټرنېټي بستو سره توزیع شوي دي.


















