سوډاني پوځ د چټک غبرګون ځواکونو پر کاروان هوايي برید کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۴ل)

د سوډان هوايي ځواک د چټک غبرګون ملیشو هغه کاروان په نښه کړی، چې له لیبیا څخه د سرحدي مثلث (سوډان، لیبیا او چاد تر منځ) سیمې کې روان و.

د راپورونو له مخې، په برید کې شاوخوا ۵۰ جنګي وسایط، د تېلو او مهماتو بار لارۍ، او لسګونه وسله وال له منځه وړل شوي دي.

د سوډاني چارواکو په وینا، دا عملیات له مخکې نه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پلان شوي وو او هدف یې دا و، چې د چټک غبرګون ځواکونو د تجهیز او ملاتړ لړۍ بنده کړي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، په برید کې د چټک غبرګون ملیشو ګڼ مهم قوماندانان هم وژل شوي دي؛ خو د تلفاتو کره شمېر لا نه دی تایید شوی.

د سوډاني پوځ او چټک غبرګون ملیشو ترمنځ دا وروستی تاوتریخوالی د روانې کورنۍ جګړې یوه بله خونړۍ څپه بلل شوې، چې سیمه‌ییز امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button