کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۴ل)
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ګاز شرکت مسولینو له قوله خبر ورکړی چې د شبرغان–مزارشریف د ۹۴.۵ کیلومتره ګازو پایپ لاین پروژه د هېواد له مهمو او ستراتیژیکو پروژو څخه ده او چارې یې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي.
د مسوولينو په وينا، د پایپ لاین د جوړېدو تخنیکي برخې د نړیوالو معیارونو مطابق د مسلکي انجنیرانو او فني ټیمونو له لوري عملي کېږي زياتوي چې د کار ترسره کولو لپاره له پرمختللو وسایلو او ماشین آلاتو ګټه اخیستل کېږي.
همدارنګه، د سېلبرونو د جوړولو اړوند چارې د ILF ډیزاین له درېیو نمونو سره سم پلان شوې دي چې پکې د کیندنو، ډکولو، ګابیون بندښت، ډبرې هوارول، قالب بندي او کانکریټ اچونه شامل دي. د پروژې د لومړۍ نمونې عملي پړاوونه دا مهال په چټکۍ روان دي او د پایپ لاین لپاره د ځمکې چمتو کولو کار هم دوام لري.


















