سوډان کې د چټک ملاتړ ځواکونو مشر د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۴ل)

ځیني عربې رسنیو راپور ورکړی، چې د سوډان د چټک غبرګون ځواکونو مشر “محمد حمدان دقلو” (حمیدتي)وژل شوی دی.

تر اوسه د نوموړي د وژنې خبر رسمي سرچینو نه‌دی تأیید کړی؛ خو په خواله رسنیو کې د هغه انځورونه له دې عنوان سره خپرېږي: «اغتیال حمیدتي – قائد ملیشیات الدعم السریع».

حمیدتي د سوډان په کورنۍ جګړه کې له مهمو ښکېلو څېرو څخه شمېرل کېږي، چې له حکومتي ځواکونو سره د دارفور، خرطوم او نورو سیمو د کنټرول لپاره په جګړه بوخت دی.

که څه هم د هغه د وژنې خبرونه لاهم نهایی نه‌دي؛ خو که تأیید شي د سوډان پر روان وضعیت به ژور اغېز ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button